۰

د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د اوبو د ذخیره کولو یو کوچنی بند پرانیستل شو

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۰
د طالبانو ډلې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان کړی چې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې یې د اوبو د ذخیرې یو کوچنی بند پرانیستی دی.
د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د اوبو د ذخیره کولو یو کوچنی بند پرانیستل شو
د طالبانو ډلې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان کړی چې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې یې د اوبو د ذخیرې یو کوچنی بند پرانیستی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نن شنبه (د لندۍ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د اوبو یوه کوچني بند د پرانستل شو.

د طالبانو په وینا، دغه بند د دوه میلیونه او ۲۳ زره افغانیو په مالي لګښت بشپړ او پرانیستل شوی دی.

د فراه ولايت لپاره د طالبانو د ډلې د کليو د پراختيا رييس محمد نسيم سيرنګ وويل چې دغه کوچنى بند د درېيو مياشتو په موده کې د فراه د فراه رود ولسوالۍ په عزيزالله کلي کې د کليو د پراختيا وزارت له خوا جوړ شوى دى.

د ده په خبره، دغه بند ۳۱ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري او د ۱۹۸۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي