د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه

3 قوس 1403 ساعت 15:07

د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دوی د سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.


د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دوی د سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان او افغانستان له ګډ ازاد سوداګریز بازار څخه لیدنه کړې ده. دغه طالبانو د افغانستان او ازبکستان د مرکزونو له مسوولینو سره وکتل او د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا او د شته ننګونو په هوارولو یې ټینګار وکړ، افغان او ازبک سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی اندېښنې یې لومړیتوب لري او ورته به رسیدګي وشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com