۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۷
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دوی د سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دوی د سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان او افغانستان له ګډ ازاد سوداګریز بازار څخه لیدنه کړې ده. دغه طالبانو د افغانستان او ازبکستان د مرکزونو له مسوولینو سره وکتل او د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا او د شته ننګونو په هوارولو یې ټینګار وکړ، افغان او ازبک سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی اندېښنې یې لومړیتوب لري او ورته به رسیدګي وشي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي