۰

کاظمي قمي: ایران د افغانستان اړوند له هر ډول رغنده ابتکاره ملاتړ کوي

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۲
په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد استازي حسن کاظمي قمي په کابل کې د هېوادونو له استازو سره د خپلو کتنو په لړ کې دا ځل د جاپان او ازبیکستان له سفیرانو سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

جمهورخبري آژانس په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قمي په دغو کتنو کې د دوحې د راتلونکې غونډې او د افغانستان د ستونزو په هواري کې د نړیوالې ټولنې د رول په تړاو خبرې کړې دي.

سرجینې زیاته کړې، قمي په افغانستان کې د ازبیکستان له نوي سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره وکتل او هغه ته یې د هرکلي او په ماموریت د بریا د هیلې د څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان د تحولاتو او د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د سیمې د نوښت د طرحې په تړاو ورسره نظرونو تبادله کړل.

پر دې سره بېره، کاظمي قمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي له نوې مرستیالې جورجیت ګانیون سره هم کتلي دي. په دې کتنه کې د مخدره توکو پر موضوع او په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر رول خبرې شوې دي.

په کابل کې د ایران سفارت اعلامیې زیاته کړې،  ښاغلي کاظمي قمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له نوې مرستیالې مېرمن جورجت ګاینون سره په کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د خصوصي سکټور د رول په تړاو خبرې وکړې.

سرچینه وايي، ښاغلی کاظمی قمي وویل، د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې له هر رغنده نوښت ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي