پاکستان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پلان نه لرو

3 قوس 1403 ساعت 8:38

د پاکستان د د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز بلوچ وايي، د لوېدیځې آسیا لپاره د دغه هېواد وزیر د اسلام آباد او کابل تر منځ تعاملات هم څاري.


د پاکستان د د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز بلوچ وايي، د لوېدیځې آسیا لپاره د دغه هېواد وزیر د اسلام آباد او کابل تر منځ تعاملات هم څاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه وايي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده د لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان وزیر به د اسلام آباد او کابل ترمنځ تعامل رهبري کوي او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره به د خبرو اترو بهیر پر مخ وي.»

نوموړې په دې غونډه کې زیاته کړې چې د پاکستان چارواکو د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره اسلام آباد ته د هغوی د وروستي سفر پر مهال له افغانسانه د راولاړېدونکو احتمالي ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني د ګوښه کېدو لامل د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په سیاستونو کې د اختلافاتو شتوالی بللی و.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177947

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177947/

جمهور
  https://www.jomhornews.com