د پاکستان د د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز بلوچ وايي، د لوېدیځې آسیا لپاره د دغه هېواد وزیر د اسلام آباد او کابل تر منځ تعاملات هم څاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه وايي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده د لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان وزیر به د اسلام آباد او کابل ترمنځ تعامل رهبري کوي او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره به د خبرو اترو بهیر پر مخ وي.»
نوموړې په دې غونډه کې زیاته کړې چې د پاکستان چارواکو د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره اسلام آباد ته د هغوی د وروستي سفر پر مهال له افغانسانه د راولاړېدونکو احتمالي ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني د ګوښه کېدو لامل د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په سیاستونو کې د اختلافاتو شتوالی بللی و.
جمهورخبري آژانس