د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی له پاکستان وروسته، ترکمنستان ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره یې د افغانستان او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې په تړاو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا هېواد په افغانستان کې د ثبات د ساتنې او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو لپاره څو اړخیزې نړیوالې کړنلارې مهمې بولي.
په دې کتنه کې ټینګار شوی چې ترکمنستان او چین به د افغانستان د بیا احیا لپاره خپله هر اړخیزه ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: دواړو لوریو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې ته د چمتووالي په اړه نظرونه تبادله کړل.
دواړو ټینګار وکړ چې ترکمنستان او چین به د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب اصولو ته په پام سره، د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس