۰

اسټرالیا افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیانو ته د غرامت لپاره وکیله وټاکله

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۳
د اسټرالیا حکومت افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو قربانیانو ته د غرامت ورکړې بهیر ته د رسېدنې لپاره روټ مک‌کال وکیله ټاکلې دی.
اسټرالیا افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیانو ته د غرامت لپاره وکیله وټاکله
د اسټرالیا حکومت افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو قربانیانو ته د غرامت ورکړې بهیر ته د رسېدنې لپاره روټ مک‌کال وکیله ټاکلې دی. 

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسټرالیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه به نغدي او یا هم غیر نغدي وي. 

د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال د غرامت ورکړې لپاره د دغې استازې ګومارنه په ۲۰۲۰ کال کې د یوه اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن لخوا د چمتو شوي راپور د پایلو پر وړاندې د دغه هېواد د محاکمې په برخه کې یو مهم ګام یاد کړی دی. 

د اسټرالیا د لومړی وزیر مرستیال، ریچارډ مارلز و ویل: « افغانستان ته د غرامت د ورکړې بهیر لپاره د استازې په توګه د مېرمن قاضۍ ګومارنه د بریرټن په راپور کې مطرح شویو شرایطو ته زموږ د ځواب ویلو په برخه کې یو مهم ګام دي.»

تر دې وړاندې اسټرالیا د دغه هېواد د پوځ پخوانی وکیل ډیوید مک براېډ له دې امله پر پنځه کله او اته میاشتې بند محکوم کړ، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنایتونو په تړاو له خبریالانو سره محرم اسناد  شریک کړي وو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي