د کډوالۍ نړۍوال سازمان:

تېره اونۍ د ستنېدونکو افغانانو شمېر کې کمښت راغلی

3 قوس 1403 ساعت 8:30

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې وايي، تېره اونۍ افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنې او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنې کمښت راغلی دی.


د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې وايي، تېره اونۍ افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنې او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنې کمښت راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان د راپور لمخې، تېره اونۍ ۷۶ زره او ۵۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي او ۵۳ زره ۵۶ کسان بیا له هېواده بهر تللي دي.

راپور کې راغلي،  افغانستان ته د راستنېدونکو او بهر ته د تلونکو شمېر د تېرې اونۍ پرتله یو څه کم شوی دی. په دې اونۍ کې د راستنو شویو ټولټال شمېر ۷۶ زره او ۵۵۸ تنه و، چې درې سلنې کموالی ښيي، په داسې حال کې چې بهر ته د تللو کسانو ټولټال شمېر ۵۳ زره او ۵۶ تنه و، چې اته سلنې کموالی ښیي.

د کډوالو د حقونو فعالان په افغانستان کې د کډوالۍ ناورین د مدیریت لپاره د امنیت پر ټينګښت، د اقتصادي وضعیت پر ښه کولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د هوکړو پر لاسلیک ټینګار کوي.  

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com