ترکي پولیسو ۳۰ تنه افغان کډوال نیولي

3 قوس 1403 ساعت 8:26

د ترکیې پولیسو پرون د دغه هېواد په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ تنه قاچاق کوونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته نیولي دي.


د ترکیې پولیسو پرون د دغه هېواد په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ تنه قاچاق کوونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې همدا راز پوليسو په دغه ښار کې له يو وران شوي کور څخه د ٢٩ افغان او يو پاکستاني پناه غوښتونکي د نيولو خبر ورکړی.

کډوال له نیول کېدو وروسته، د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته لیږدول شوي.

په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په دې وروستيو کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د ګډو عملياتو په ترڅ کې له یو زرو ۶۰۰ زیات پناه غوښتونکي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com