۰

ترکي پولیسو ۳۰ تنه افغان کډوال نیولي

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د ترکیې پولیسو پرون د دغه هېواد په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ تنه قاچاق کوونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته نیولي دي.
د ترکیې پولیسو پرون د دغه هېواد په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ تنه قاچاق کوونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې همدا راز پوليسو په دغه ښار کې له يو وران شوي کور څخه د ٢٩ افغان او يو پاکستاني پناه غوښتونکي د نيولو خبر ورکړی.

کډوال له نیول کېدو وروسته، د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته لیږدول شوي.

په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په دې وروستيو کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د ګډو عملياتو په ترڅ کې له یو زرو ۶۰۰ زیات پناه غوښتونکي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي