د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي

3 قوس 1403 ساعت 8:25

د امریکا د سولې انسټیټوټ “د افغانستان اقتصاد څنګه د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د کمېدو سره ثابت پاتې کېدای شي” تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.


د امریکا د سولې انسټیټوټ “د افغانستان اقتصاد څنګه د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د کمېدو سره ثابت پاتې کېدای شي” تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه مقاله کې پر هغو حل لارو خبرې شوي چې لهمخې یې د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي.

د هغو پالیسیو له منځه چې د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره وړاندې شوي، پر افغانیو راکړه ورکړه، صادرات او واردات، په افغانیو د ملګرو ملتونو له لوري کارکوونکو ته معاشونه ورکول او د افغانستان بانک له لوري د کورنیو اسعارو (افغانیو) د تدریجي راټيټیدو مدیریت یاد شوي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177940

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177940/

جمهور
  https://www.jomhornews.com