۰

د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۵
د امریکا د سولې انسټیټوټ “د افغانستان اقتصاد څنګه د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د کمېدو سره ثابت پاتې کېدای شي” تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.
د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي
د امریکا د سولې انسټیټوټ “د افغانستان اقتصاد څنګه د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د کمېدو سره ثابت پاتې کېدای شي” تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مقاله کې پر هغو حل لارو خبرې شوي چې لهمخې یې د افغانیو ارزښت له نړۍوالو مرستو وروسته هم ثابت پاتې کېدای شي.

د هغو پالیسیو له منځه چې د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره وړاندې شوي، پر افغانیو راکړه ورکړه، صادرات او واردات، په افغانیو د ملګرو ملتونو له لوري کارکوونکو ته معاشونه ورکول او د افغانستان بانک له لوري د کورنیو اسعارو (افغانیو) د تدریجي راټيټیدو مدیریت یاد شوي دي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي