پوتین: د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیواله جګړه بدله شي

3 قوس 1403 ساعت 8:21

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیواله جګړه بدله شي.


د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیواله جګړه بدله شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وروسته له هغې چې امریکا او بریتانیا اوکراین ته د روسیې پر ضد د پرمختللو وسلو د کارولو اجازه ورکړه، پوتین ټینګار وکړ چې د اوکراین د لرې واټن ویشتونکو توغندیو وروستیو بریدونو روسیې ته کوم جدي زیان نه دی اړولی.

د روسيې ولسمشر په اوکراين کې د هايپرسونيک بالستيک توغندي بريالۍ ازموينې ته په اشارې سره ویلي، هېواد يې په اروپا او لرې ختيځ کې د امريکا د توغنديو د ځای پرځای کېدو په غبرګون کې د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندیو جوړونې ته وده ورکوي.

پوتین زیاته کړې که لویدیځ خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي روسیه به پرېکنده ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177938

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177938/

جمهور
  https://www.jomhornews.com