۰

هرات کې د متشبثو ښځو شمېر زیات شوی

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۰
په هرات ولایت کې ځينې متشبثې مېرمنې وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار غوړېدلی دی.
هرات کې د متشبثو ښځو شمېر زیات شوی
په هرات ولایت کې ځينې متشبثې مېرمنې وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار غوړېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی د نندارتونونو جوړېدل د خپلو تولیداتو او بازار مومندنې لپاره مهم بولي.

هرات کې د مېرمنې سوداګریزو فعالیتونو ودې سره سلګونه مېرمنو او نجونو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.

ډيری دغو مېرمنو او نجونو له زده کړو او کار محرومېدو وروسته، د هنر او کسبونو زده کړې ته مخه کړې ده.

په نږدې تېرو درېیو کلونو کې، هرات کې له سوداګریزو فعالیتونو سره د مېرمنو او نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو پر بنسټ په تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو شمېر له ۲۰۰ تنو څخه ۷۱۵ تنو ته زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي