هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې شوې

3 قوس 1403 ساعت 8:16

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي وایي، د سرپرست حکومت رهبر په هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې کړې ده.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي وایي، د سرپرست حکومت رهبر په هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیزي ویلي، د سرپرست حکومت د بیا واکمنېدو راهیسې هېواد کې ۹۸ سلنې کوچنۍ او لویې کارخونې فعاله شوي چې په خبره یې، د دغو کارخونو شمېر ۵ زرو ته رسیږي.

ورته مهال سوداګر او د کسبګرو او هټۍوالو خونه د سرپرست حکومت له مسوولینو د تولیدي کارخونو ملاتړ ترڅنګ د معیاري سړو خونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د دغې کارخونې د مسوولینو په خبره، د تولیداتو کیفیت لوړوالي په موخه دې کارخونه کې چینايي انجینران کار کوي او دغه راز یې ۳۰۰ تنو ته په مستقیم او دوولس سوه تنو نورو ته په غیر مستقیم ډول دغه ولایت کې کاري زمینې برابرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com