بدخشان کې د الوتونکو ښکار منع اعلان شو

3 قوس 1403 ساعت 8:14

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، دغه ولایت کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع دی.


د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، دغه ولایت کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ریاست مسوولین وایي، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلن وشي. بدخشان کې کمیابه وحشي ژویو په ځانګړي ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتي.

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې ملاتړ کوي او وایي، دغه برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

په دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه يي خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاري انځورونه اخیستي وو چې سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com