د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، دغه ولایت کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ریاست مسوولین وایي، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلن وشي. بدخشان کې کمیابه وحشي ژویو په ځانګړي ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتي.
د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې ملاتړ کوي او وایي، دغه برخه کې به ورسره همکاري وکړي.
په دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه يي خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاري انځورونه اخیستي وو چې سیمهییز مسوولین وايي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
جمهورخبري آژانس