۰

افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده

شنبی ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۱
د ازبکستان دولتي رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړي دي.
د ازبکستان دولتي رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبرله مخې دغه راپور په دې موده کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغیزستان د ازبکستان له تر ټولو مهمو صادراتي شریکانو بللي دي.

د دغه راپور لمخې، ازبکستان افغانستان ته ۸۵۵.۹ ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۲۸.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي.

بل‌خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې افغانستان اوس له ازبکستان سره ښې ټرانسپورټي اړیکې لري او هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان باروړونکي موټر د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي.

ځینې سوداګر وایي چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره اړتیا ده چې د دواړو لورو چارواکي د سوداګریزو وېزو او ټرانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي