د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د سفر پر مهال په جلا جلا غونډو کې د خراسان رضوي له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د خراسان رضوي له والي سره په کتنه کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټي همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوي او د خراسان والي ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به اړینې همکارۍ وکړي.
همداراز، د ایراني او افغان سوداګرو سره په کتنو کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې فرصتونه او ننګونې څېړل شوي او د پانګونې جلبولو ارزښت هم مطرح شوی دی.
صاحبزاده د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ملاتړ ژمنه هم کړې ده.
جمهورخبري آژانس