۰

ایران ته ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۴
ایرنا خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هیواد ته په قانوني توګه د تلونکو افغانانو شمیر زیات شوی او هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي.
ایران ته ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي
ایرنا خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هیواد ته په قانوني توګه د تلونکو افغانانو شمیر زیات شوی او هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایراني چارواکو په خبره دا شمیر افغانان چې په پاسپورت او ویزو باندې دغه هیواد ته ورځي دوی ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بلخوا ځینې افغان کډوال چې ایران ته تللی په دغه هیواد کې د پولیسو له ناسم چلند او د هغوی له خوا د ځورونو څخه شکایتونه کوي او وايي چې د دغه هیواد د پولیسو چلند د ټولو افغانانو سره که قانوني اسناد ونلري اوکه نه یو ډول دی او هغوی د افغانانو ځورونې ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي