هلمند کې د یوه سوداګریز مارکیټ جوړېدو چارې پیل شوې دي

1 قوس 1403 ساعت 13:01

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، چې په هلمند کې د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د یو هسوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې دي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، چې په هلمند کې د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د یو هسوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغه پنځه پوړیز مارکېټ د جوړېدو په مراسمو کې د هلمند عمومي سیندیزې حوزې سرپرست ویلي چې د لقمان حکیم سوداګریز مارکېټ په پنځو پوړونو کې د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې د یاد ریاست په ملکیت کې په مشارکتي ډول جوړېږي چې په کې ۴۰ بلاکونه، ۲۷۰ دوکانونه او د وسایطو لپاره مجهز تمځای او یو جومات جوړېدل شامل دي.

دغه سوداګریز مارکیټ د ۲۰ کلونو لپاره یاد شرکت ته په مشارکتي ډول په قرارداد ورکړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com