جوزجان کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

1 قوس 1403 ساعت 12:54

طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په جوزجان ولایت کې یې یو نوی ښوونځی پرانیستی دی.


طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په جوزجان ولایت کې یې یو نوی ښوونځی پرانیستی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پوهنې وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ اوله) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شبرغان ښار په څنډه کې د جنرال عبدالحکیم لېسې د ترمیم چارې چې ۶ درسي او دوه اداري خونې لري د ۳ میلیونه او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنسټ او د سیمې خلکو په مالي مرسته جوړیږي.

د جوزجان ولايت دپوهنې رييس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بليح وويل چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره ددغه ښوونځي زده کوونکي د درسي ټولګيو دکمښت له ستونزو سره مخامخ وو .

د دې لېسې يو شمېر زده کوونکو او استادانو د ښوونځي له نوې ودانۍ څخه خوښي څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com