خبری سرچینو اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې د اسرائیلو د رژیم په نوی جنایت کې لږ تر لږه ۶۶ فلسطینیان شهیدان شوی او له سلو زیات نور ژوبل شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په سهار ویلي، چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته څېرمه د استوګنې پر یوه کور د بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزې تړانګه د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر حسام ابو صفیه الجزیرې ته وویل: په لسګونو شهیدان په ځمکه پراته دي او د شهیدانو د بدن غړي روغتون ته رسیدلي دي.
روغتون ته څېرمه د استوګنې په سیمه کې په بمبار کې ګڼ شمېر شهیدان شوي دي.
د روغتون کارکونکي د اشغالګرو لخوا د قتل عام له ځای څخه شهیدان را وباسي.
د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې (۱۵میزان ۱۴۰۲) د غزې پر تړانګې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې، ۴۳۹۲۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۳۸۹۸ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې، د حماس په مشرۍ د فلسطیني مقاومت د ډلو له خوا د الاقصی طوفان د عملیاتو له ناکامۍ وروسته، اسرائیلي رژیم د غزې په تړانګه کې د ویجاړۍ جګړه پیل کړې ده.
په دې موده کښې د غزې د تړانګې زياتره کورونه او زيربناوې په دې جنګ کې سختې تباه شوې او د بې سارې قحطۍ او لوږې په شمول د دغې سيمې د اوسېدونکو د ژوند غميزه محاصره او سخت بشري ناورين له خطر سره مخامخ کړي دي.
جمهورخبري آژانس