اوچا: هرات کې لاهم زرګونه زیانمنې شوې کورنۍ سرپناه نه لري

1 قوس 1403 ساعت 9:51

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزلې یو کال وروسته او د ژمي په رانږدې کېدو سره لاهم ۲۵ زره زیانمنې شوې کورنۍ له مناسبې سرپناه بې‌برخې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد دفتر په دې راپور کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د راپور له مخې، په تېر یو کال کې بېلابېلو سازمانونو له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړه او بېړنۍ حالت یې کابو کړ؛ خو لاهم په ژمي کې بېړنۍ اړتیا پرځای ده.

اوچا له دې وړاندې هم ویلي و چې تېر کال د هرات له ۲۷۵ زرو زلزله‌ځپلو سره مرستې شوې دي.

اخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي چې د هرات له زلزله‌ځپلو سره د نړیوالو مرستو سربېره، بیا هم زلزله‌ځپلي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژآنس

د مطلب کود: 177898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com