روغتیا سازمان: افغانستان کې مو سلګونه روغتيايي کارکوونکي روزلي

1 قوس 1403 ساعت 9:44

د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د روان کال له پېل راهیسې په افغانستان کې ۳۳۹ روغتيايي کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده.


د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د روان کال له پېل راهیسې په افغانستان کې ۳۳۹ روغتيايي کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې ډلې کسانو په منځ کې ۱۵۴ ښځینه کارکوونکې دي.

د بیان پر بنسټ، دغه نړيوال سازمان په هرات ولايت کې ۴۸ روغتيايي کارکوونکي چې نيمايي يې ښځې دي، د روغتيايي خوندیتوب او د لومړنيو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په روزل شویو کارکوونکو کې ډاکټران، د نسايي ناروغیو متخصصین او نرسان شامل دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com