د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د روان کال له پېل راهیسې په افغانستان کې ۳۳۹ روغتيايي کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې ډلې کسانو په منځ کې ۱۵۴ ښځینه کارکوونکې دي.
د بیان پر بنسټ، دغه نړيوال سازمان په هرات ولايت کې ۴۸ روغتيايي کارکوونکي چې نيمايي يې ښځې دي، د روغتيايي خوندیتوب او د لومړنيو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي.
د خبرپاڼې له مخې په روزل شویو کارکوونکو کې ډاکټران، د نسايي ناروغیو متخصصین او نرسان شامل دي.
جمهورخبري آژانس