۰

د تلې میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو زیاتوالی؛ زیاتره صادرات هند، پاکستان او اماراتو ته وو

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۵
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان کال په پرتله په میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې د هېواد تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او اماراتو ته وو.
د تلې میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو زیاتوالی؛ زیاتره صادرات هند، پاکستان او اماراتو ته وو
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان کال په پرتله په میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې د هېواد تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او اماراتو ته وو.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړي او ټولیز ارزښت یې تر لاسه کړی دی.

په دې میاشت کې د هېواد صادرات ۲۳۴.۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټولیز ارزښت ۱۱۴۰.۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٧٣،٩ ميليونه ډالرو ته رسېدلى دى. د شمېرو شننه ښيي، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په پرتله په صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

طالبان وايي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۹۵۴،۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی و، چې د روان کال په لړم میاشت کې ۱۸۶،۸ میلیونه ډالره زیات شوي دي.

د احصایې او اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لړم میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

دغه رياست د خپل راپور په پاى کې وويل چې په صادراتو کې صادرات او بيا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته د توليداتو او غير محصولاتو واردات شامل دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي