د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو جمهور خبري اژانس ته ویلي:«د طالبانو استخباراتو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پاټکونه جوړې کړې او خلک له خپلو موټرو څخه راکوزوي او تلاشي کوي يې.
راپورونه وايي، چې طالب جنګیالي د جسدونو پر تلاشۍ سربېره د خلکو سمارټ فونونه هم ګوري او که د پخواني حکومت د چارواکو او عسکرو عکسونه یا د اړیکو شمېرې ومومي، نو هغه کس له ځانه سره وړي، تر څو د دغه تصویر اړوند کس ومومي.
د باميانو له مرکز څخه يوې بلې سرچينې د الزور خبري آژانس ته وويل: د طالبانو استخباراتو د شپې له خوا د باميانو له دره څخه څو تنه نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.
ویل کېږي، چې د طالبانو ډېر تمرکز د بامیان له مرکز سره د فولادي دره او د هزاره-نشین ولسوالۍ پر لویې لارې دی او تر غمي او اساسي قانون چوک لاندې یې پاټکونه جوړې کړې دي.
هغه جنګیالي چې دا پوستې یې جوړې کړې په کابل کې د طالبانو له استخباراتو څخه دي.
تر دې وړاندې دوه میاشتې وړاندې هم د طالبانو استخباراتو په بامیانو کې پوستې جوړې کړې وې او د دره فولادي ولسوالۍ دوه اوسېدونکي یې د پخواني حکومت د یوه کارکوونکي په ګډون له ځانه سره بیولي وو.
جمهورخبري آژآنس