۰

په غور کې ۶۰۰ جریبه ځمکه له دولت سره ثبت شوه

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۶
د طالبانو د ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په غور ولایت کې څه د پاسه ۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده.
په غور کې ۶۰۰ جریبه ځمکه له دولت سره ثبت شوه
د طالبانو د ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په غور ولایت کې څه د پاسه ۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د عدلیې وزارت، چې د طالب ډلې تر کنټرول لاندې دی، نن چهارشنبه (د لړم ۳۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په غور ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي بورډ په یوه غونډه کې، د… د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سلګونو جريبه ځمکې دوسيې وڅېړل شوې چې له ډلې يې شاوخوا شپږ سوه جريبه ځمکه د دولت له لوري ثبت شوې ده.

طالبانو ویلي چې د دغو ځمکو دوسیې یې د وروستۍ پرېکړې لپاره د دغې ډلې مرکزي کمېسیون ته استولي دي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي