طالبانو له سلو زیات پوځي تجهیزات ترمیم کړل

30 عقرب 1403 ساعت 12:24

د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې جنګیالیو په ۲۰۷ الفارق قول اردو کې څه د پاسه سل مختلف پوځي تجهیزات ترمیم کړي دي.


د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې جنګیالیو په ۲۰۷ الفارق قول اردو کې څه د پاسه سل مختلف پوځي تجهیزات ترمیم کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه (د لړم ۳۰ مه) د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د ګرځنده انجینري ټیم د ۱۰۹ نمبر اراده په فراه ولایت کې د نهم سرحدي لوا د بېلابېلو نظامي وسایطو ترمیمول.

په دغو وسایطو کې ۷۵ نړیوال ټرکونه، ۵ د تیلو ټانکرونه، ۲۷ همموي ټانګونه، ۱۷ امبولانسونه، یوه کرینګ ټرک، یوه فورک لیفټ لارۍ او یوه بوبکټ ټرک شامل دي.

باید وویل شي، چې طالبانو ډلې ته د افغانستان له سپارلو سره، دغې ډلې ته د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com