کورومایا: د افغانستان له کرنې برخې سره همکاریو ته دوام ورکوو

30 عقرب 1403 ساعت 9:31

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.


د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د جاپان حکومت له لوري له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو او د ډاکټر تتسو ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

تاکایوشي کورومایا په دغه کتنه کې ويلي چې جاپان به په افغانستان کې د بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان ښه نوم باید نورو هېوادونو ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په دغه کتنه کې ويلي چې د څو لسیزو اوږدې جګړې د افغانستان د کرنيز سکتور د شاته پاتې کېدو لامل شوې دي او له دې وضعیت څخه د راوتلو په موخه مرستې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177857

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177857/

جمهور
  https://www.jomhornews.com