روانه میاشت د سپین بولدک له لارې ۷۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

30 عقرب 1403 ساعت 9:28

د کندهار ولایتي مسوولینو د سپین بولدک له لارې په روانه میاشت کې د ۷۲۷ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.


د کندهار ولایتي مسوولینو د سپین بولدک له لارې په روانه میاشت کې د ۷۲۷ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسوولین وايي چې د روانې لړم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې له پاکستان څخه ۷۲۷ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوي، چې د کسانو شمېر یې ۳۷۴۸ تنو ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې موده کې۲۲۲ تنه بنديان هم هېواد ته را اړول شوي دي. د یادونې وړ ده چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو له پاره بېلا بېلو موسسو ته هم ور پېژندل شوې دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com