افغانستان ته د پاکستان د بورې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

30 عقرب 1403 ساعت 9:26

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان ته د پاکستان د بورې صادراتو تر ۱۵برابره زیاتوالی موندلی دی.


د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان ته د پاکستان د بورې صادراتو تر ۱۵برابره زیاتوالی موندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغو راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال له جولای تر اکتوبر میاشتې له پاکستانه، افغانستان ته د ۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره صادره شوې ده.

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې له پاکستانه افغانستان ته د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت بوره وارده شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۹۳۸ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې، له دې منځه ۶۳۷ مېلیون ډالر یې صادرات او پاتې یې واردات دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، هغه محدودیتونه چې، د پاکستان له لوري له افغانستان سره پر سوداګرۍ لګول کېږي، تل د صادراتو او وارداتو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177854

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177854/

جمهور
  https://www.jomhornews.com