۰

سېلواډور: افغانستان ۳۳ سلنه وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس اېډوین سنیزا سېلواډور له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې ۳۳ سلنه وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.
سېلواډور: افغانستان ۳۳ سلنه وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس اېډوین سنیزا سېلواډور له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې ۳۳ سلنه وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د بودیجې د کموالي له امله ۲۲۶ روغتیايي مرکزونه چې، د دغه سازمان له خوا یې ملاتړ کېده، تړل شوي دي. سیلواډور زیاتوي، چې په افغانستان کې د څو لسیزو ننګونې د دې لامل شوي چې، د دغه هېواد د روغتیا سکټور کمزوری پاتې شي؛ خو دې ستونزو ته باید په تشکیلاتي ډول حل لار وموندل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، په لېرې پرتو سیمو کې یې د پام وړ روغتیايي خدمتونه نشته او ان د ځینو سیمو اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه‌لري.

خو د عامې روغتیا وزارت تل ډاډ ورکړی چې، په ټول هېواد کې د درملنې مرکزونو د شمېر د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي