هرات کې په نشه يي توکو د ۱۷۰ روږدو کسانو درملنه شوې

30 عقرب 1403 ساعت 9:20

د هرات ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۱۷۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.


د هرات ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۱۷۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو او نورو ولایتونو څخه راټول او د درملنې په موخه ۴ زره بستریز روغتون ته لېږدول شوي وو، چې له ۱۱ میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د مسوولینو په خبره تېرکال په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۱۲ زره روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177850

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177850/

جمهور
  https://www.jomhornews.com