د هرات ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۱۷۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو او نورو ولایتونو څخه راټول او د درملنې په موخه ۴ زره بستریز روغتون ته لېږدول شوي وو، چې له ۱۱ میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په خبره تېرکال په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۱۲ زره روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
جمهورخبري آژآنس