۰

هلمند کې د اوبو رسولو یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
هلمند کې د اوبو رسولو یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې
د هلمند ولایت ځایي چارواکي  وایي، چې د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه کانال د واشېر ولسوالۍ په کارېزونو کلي کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي سازمان په مالي ملاتړ جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد کانال د بیارغولو چارو په پیلېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد کانال د چارو په پیل خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي