بامیانو کې د موسمي اوبو زېرمه کولو پروژه پيل شوه

30 عقرب 1403 ساعت 9:17

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د بامیانو مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو د کتلو ټولولو او زېرمه کولو پروژې چارې پيل شوې.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د بامیانو مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو د کتلو ټولولو او زېرمه کولو پروژې چارې پيل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت په وینا؛ د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یخ ټوټو په شکل موسمي اوبه زېرمه او په دوبي کې به ورڅخه د کرنې لپاره ګټه واخیستل شي.

دغه پروژه چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي لګښت پلې کیږي، په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177848

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177848/

جمهور
  https://www.jomhornews.com