۰
د هند او بنګله دېش له عالمانو سره د طالبانو غونډه:

بندیزونو د افغانستان اقتصادي وده بنده کړې ده

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یو شمېر هندي او بنګلادیشي عالمانو سره وکتل.
بندیزونو د افغانستان اقتصادي وده بنده کړې ده
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یو شمېر هندي او بنګلادیشي عالمانو سره وکتل.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د لړم  ۲۹ مه د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر هندي او بنګالي عالمانو سره وکتل.

ملا برادر په دې کتنه کې وویل چې د طالبانو امارت تل هڅه کړې چې د اسلام دین له خرافاتو پرته په سمه بڼه خلکو ته ورسوي.

عبدالغني برادر ادعا وکړه، چې د طالبانو امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمنې هڅې پیل کړي او دغه سکتور لا ډېر پرمختګ کړی او له بهرنیو اړتیاوو څخه په پاک ځان بسیا اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

د ملا برادر په وینا، د ملي شتمنیو مخنیوی او پر طالبانو اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي چې د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ شي.

دغه طالب زیاته کړه چې د طالبانو امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې له نړۍ سره د متقابلو ګټو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

دغه راز په دې غونډه کې د يادو هېوادونو علماوو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه نظام د پياوړتيا په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي