طالبان: ایران دې په افغانستان کې نیمه پاتې پروژې بشپړوي

30 عقرب 1403 ساعت 9:07

د طالبانو ډلې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په حواله ویلي چې ایران به په افغانستان کې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.


د طالبانو ډلې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په حواله ویلي چې ایران به په افغانستان کې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

قمي له ايران څخه د افغان بنديانو د ليږدونې د بهير په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې هيواد يې غواړي له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړيکې او همکاري پراخې کړي.

قمي زیاته کړه چې ایران هڅه کوي د چابهار بندر په فعالولو او پراختیا سره د افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی ومومي.

هغه وویل چې ایران په افغانستان کې د نیمې پایې پروژې بشپړولو ته چمتو دی او غواړي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې مدني او علمي پروژې پلي کړي.

مولوي عبدالکبیر هم افغانستان ته د ایران د عدلیې وزارت د پلاوي سفر ګټور وباله او ویې ویل چې د طالبانو امارت له ایران سره همکارۍ ته ژمن دی.

دغه هېواد ته د ۱۰۰۰ افغان بندیانو د سپارلو په اړه له شوې هوکړې وروسته طالبانو د دغه بهیر د دوام غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 177844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com