د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې له مشرې مېرمن حنا بلخي سره وکتل او د پولیو واکسین پر پیاوړتیا او د دغې ناروغۍ د مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د عامې روغتیا وزارت نن (د لړم ۲۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د دغه وزارت له سرپرست مېرمن حنان حسن بلخي سره وکتل.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې مشر، د یونیسف د ختیځې سیمې مشر او د افغانستان لپاره د بیل ګیټس بنسټ استازي کابل ته سفر کړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا، د پوليو واکسين د پياوړتيا او د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د هڅو، د لويو لارو په اوږدو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو، د خوارځواکۍ د ناروغانو د درملنې، د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د سروې، د ساري ناروغيو د کنټرول او له افغانستان سره د روغتيايي سکټور په برخه کې د نړيوالو مرستو په جلبولو خبرې وکړې.
مولوي نور جلالي د افغانستان د روغتيايي سيستم د پياوړتيا لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان، يونيسف او بيل ګيټس بنسټ همکاري اړينه وبلله او له يادو بنسټونو يې وغوښتل چې د عامې روغتيا له وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کې چې لومړيتوبونه او اړتياوې دي، همکاري وکړي.
د طالبانو ډلې د دغو بنسټونو د چارواکو په حواله ویلي چې د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د سیمې د هېوادونو د مرستو د جلبولو لپاره به لا زیاته همکاري وکړي.
جمهورخبري آژآنس