ایران: د افغان بندیانو د لېږد بهیر وخت نیونکی دی

29 عقرب 1403 ساعت 7:21

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، په ایران کې د افغان محکومانو شمېر ډېر دی او افغانستان ته به د هغوی د لېږد بهیر هم وخت نیونکی وي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، په ایران کې د افغان محکومانو شمېر ډېر دی او افغانستان ته به د هغوی د لېږد بهیر هم وخت نیونکی وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسماعیل بقایي زیاته کړې چې، د دغو کسانو تورونه بېلابېل او په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو اړوند دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغو کسانو د لېږد لپاره هڅې روانې د او د ایران د پلاوي د سفر پر مهال د دې موضوع په تړاو له اسلامي امارت سره ښې هوکړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، خپل هېواد ته د افغان محکومانو لېږد، له ډېر پخوا په جریان کې و او یو اوږد مهاله بهیر دی. د ایران په بندخونو کې د افغان بندیانو او محکومانو شمېر زښته زیات دی او پر بیت‌المال هم ډېر لګښت راځي. موږ د تېرو یوه دوه کلونو په لړ کې خپل هېواد ته د افغان محکومانو د لېږد لپاره خپلې هڅې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال ویاند وايي، دغه پلاوي تر اوسه د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي او د دغو کتنو موخه له ایرانه هېواد ته د افغان بندیانو رالېږدول دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177823

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177823/

جمهور
  https://www.jomhornews.com