د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، په ایران کې د افغان محکومانو شمېر ډېر دی او افغانستان ته به د هغوی د لېږد بهیر هم وخت نیونکی وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسماعیل بقایي زیاته کړې چې، د دغو کسانو تورونه بېلابېل او په ځانګړي ډول د نشهيي توکو اړوند دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغو کسانو د لېږد لپاره هڅې روانې د او د ایران د پلاوي د سفر پر مهال د دې موضوع په تړاو له اسلامي امارت سره ښې هوکړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، خپل هېواد ته د افغان محکومانو لېږد، له ډېر پخوا په جریان کې و او یو اوږد مهاله بهیر دی. د ایران په بندخونو کې د افغان بندیانو او محکومانو شمېر زښته زیات دی او پر بیتالمال هم ډېر لګښت راځي. موږ د تېرو یوه دوه کلونو په لړ کې خپل هېواد ته د افغان محکومانو د لېږد لپاره خپلې هڅې کړې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال ویاند وايي، دغه پلاوي تر اوسه د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي او د دغو کتنو موخه له ایرانه هېواد ته د افغان بندیانو رالېږدول دي.
جمهورخبري آژانس