د ټولګټو وزارت پلاوی د وسپنۍ پټلۍ له لارې د سوداګرۍ په موخه ایران ته تللی

29 عقرب 1403 ساعت 7:13

د طالبانو د ټولګتو چارو وزارت له ایراني پلاوي سره د لیدو کتو په لړ کې د وسپنې پټلیو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.


د طالبانو د ټولګتو چارو وزارت له ایراني پلاوي سره د لیدو کتو په لړ کې د وسپنې پټلیو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي. 

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات-خواف له درېیمې برخې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلیو د کارکوونکو د کاري وړتیاو زیاتول او پر وسپنې پټلۍ د ګډې پانګونې زیاتوالی ددغو خبرو اترو اصلي محور بلل شوی.

کابل کې د ایران سفارت سرپرست او د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې د وسپنې پټلۍ پراختیا د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.

د ټولګډو وزارت ویاند وایي د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې له لارې د لېږد رالېږد زیاتېدل، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړېدل او د وسپنې پټلۍ په بیخ بناوو کې ګډې پانګونې هغه مسایل دي چې د دغه وزارت پلاوي د خپلو کتنو پر مهال له ایراني چارواکو سره ورباندې خبرې کړي دي.

د هغه په وینا، په دغه غونډه کې دواړو لوریو د مهمو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، چې په دې کې د هرات-خواف د درېیمې برخې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو تخنیکي وړتیا لوړول، او د ریل د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو فرصتونه شامل وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177821

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177821/

جمهور
  https://www.jomhornews.com