د طالبانو د ټولګتو چارو وزارت له ایراني پلاوي سره د لیدو کتو په لړ کې د وسپنې پټلیو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات-خواف له درېیمې برخې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلیو د کارکوونکو د کاري وړتیاو زیاتول او پر وسپنې پټلۍ د ګډې پانګونې زیاتوالی ددغو خبرو اترو اصلي محور بلل شوی.
کابل کې د ایران سفارت سرپرست او د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې د وسپنې پټلۍ پراختیا د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.
د ټولګډو وزارت ویاند وایي د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې له لارې د لېږد رالېږد زیاتېدل، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړېدل او د وسپنې پټلۍ په بیخ بناوو کې ګډې پانګونې هغه مسایل دي چې د دغه وزارت پلاوي د خپلو کتنو پر مهال له ایراني چارواکو سره ورباندې خبرې کړي دي.
د هغه په وینا، په دغه غونډه کې دواړو لوریو د مهمو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، چې په دې کې د هرات-خواف د درېیمې برخې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو تخنیکي وړتیا لوړول، او د ریل د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو فرصتونه شامل وو.
جمهورخبري آژانس