چین: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان بیا رغونه کې همکاري وکړي

29 عقرب 1403 ساعت 7:07

د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازی یو شیایونګ وايي، نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د لوږې، بې وزلۍ، کډوالۍ او ترهګرۍ په څېر مهمو موضوعاتو ته پام وکړي.


د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازی یو شیایونګ وايي، نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د لوږې، بې وزلۍ، کډوالۍ او ترهګرۍ په څېر مهمو موضوعاتو ته پام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یو شیایونګ پر امریکا او لویدیځ نیوکه کړې چې غواړي د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې لیدلوری له وروستیو پرمختګونو بل لور ته واوړي.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177820

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com