په بلخ ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د دغه ولایت په مرکز پنځمه، څلورمه، او نهمه ناحیه کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مزارشریف ښاروالۍ د سکتوري برخې مسوولین وایي، چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ پنځمه ناحیه کې د یو کیلومتر سړک جغل اچونه، څلورمه ناحیه کې ۲۰۰۰ متره پیادرو او نهمه ناحیه کې د ۱۳ ام او ۱۴ ام سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره یادې پروژې به د ۳ میاشتو په مودهکې بشپړې شي.
د یادولو وړ ده چې د دې پروژو د کار په پیل سره د یاد ولایت ۶۰۰ تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
جمهورخبري آژانس