بلخ کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

29 عقرب 1403 ساعت 7:03

د بلخ ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا پر ۶۵۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي.


د بلخ ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا پر ۶۵۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه مرستې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مالي مرسته وېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۳۰زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

په بلخ کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولین دغه راز وایي، چې په پلان کې لري ددغو مرستو په لړ کې د روانې اوونۍ ترپایه د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې هم پر ۶۵۰ نورو بې‌وزله کورنیو او د راتلونکې اوونۍ په اوږدوکې په فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ کورنیو نغدي مرستې ووېشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177818

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177818/

جمهور
  https://www.jomhornews.com