پنجشېر کې ۳۰ بستریز روغتیایي مرکزونه جوړېږي

29 عقرب 1403 ساعت 7:01

د پنجشېر ولایت ځايي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۳ ولسواليو کې ۳۰ بستریز روغتيايي مرکزونه جوړېږي.


د پنجشېر ولایت ځايي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۳ ولسواليو کې ۳۰ بستریز روغتيايي مرکزونه جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه مرکزونه د پنجشېر د پریان، درې، او لومړۍ حصې ولسوالیو په هغه سیمو کې جوړېږي چې له دې وړاندې يې اوسېدونکو په سختۍ د نورو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته خپل ناروغان وروړل او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پرته يې بستر روغتیايي خدمتونه، نه درلودل.

په ورته وخت کې تېره ورځ د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره يو شمېر ولسي خلکو خپلې ځمکې وقف کړې او ولایتي ادارې ته يې ډاډ ورکړی، چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره به خپله همکاري ونه سپموي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177817

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177817/

جمهور
  https://www.jomhornews.com